په پکتیا ولايت کې د جلغوزیو د پروسيس فابريکې په کار پيل وکړ. چارواکي وايي، دغه فابريکه د ۵۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت د اروپا په سټنډرډ جوړه شوې، چې په کال کې د ۶۰ زره ټنه جلغوزيو د پروسـس ظرفيت لري او شاوخوا زر کسانو ته پکې د کار مستقيم يا غيرمستقيم زمينه برابره شوې ده. د کرنې وزارت وايي، سږکال په هېواد کې د جلغوزو تولید د ٢٣ څخه تر ٢٤ زره مټریک ټنو ته رسېږي.تېر کال ۱۶۵۰ ټنه جلغوزې بهر ته صادر شوي او وړاندوېنه کېږي چې دا شمیره زیاته شي.